خدمتونه

په کندهار او هلمند کې ۲۰۰ بزګرانو ته کرنیزې مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت په میوند او نیش ولسوالیو او د هلمند ولایت په موسی ‌کلا او سنګین ولسوالیو کې ۲۰۰ بزګرانو ته یوریا، پوتاشیم سلفایډ او نور اړین کرنیز توکي ووېشل شول. یادې مرستې د روټ افیس مؤسسې له لوري د بزګرانو د ملاتړ او د کرنې د پیاوړتیا په موخه برابرې شوې وې، چې د لوژستیکي او تطبیقي چارو مسؤلیت یې د واما زراعتي خدمتونو شرکت پر غاړه درلود. دغه شرکت وتوانېد چې ټول کرنیز توکي په منظم، شفاف او پر وخت ډول د یادو ولسوالیو مستحقو بزګرانو ته ووېشي. د ترلاسه کوونکو بزګرانو په وینا، دا ډول مرستې د هغوی د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي او د اقتصادي ستونزو د کمښت لپاره مهم رول لري او له اړوندو ادارو یې د دوام غوښتنه وکړه. واما د شرکتونو ګروپ د هېواد له مخکښو شرکتونو څخه شمېرل کېږي، چې په بېلابېلو برخو لکه لوژستیک، ساختماني، تجارتي، کرنې، مالدارۍ، معلوماتي ټکنالوژۍ او د طبي وسایلو د تجهیز او تدارک په برخو کې پراخ فعالیتونه لري.

په کندهار او هلمند کې ۲۰۰ بزګرانو ته کرنیزې مرستې ووېشل شوې

زموږ سره اړیکې